کابل باختر دوږي پنځمه
دقرغې د تفريح ځاى په ناحيو کې دغصب شويو ځمکو د څيړنې په باب موظف هيئت نن د خپلو اجرااتو رپوټ جمهوري رياست ته وړاندې کړ .
هغه هيئت چې دجمهوري رياست له حکم سره سم دلوي څارنوالۍ دمرستيال په مشري او دکابل ښاروالي د استملاک درييس ، د اداري فساد پرخلاف دمبارزي دعالي اداري داستازي، دجيو ديزي اوکارتوګرافي دعمومي اداري دمرستيال او د کرنې او اوبو لګولو وزارت د ځمکې د اداري د اجاري ورکولو درييس په غړيتوب دعامه شتمنيو د غصب او اتلاف دمخنيوي او دقرغې په تفريح ځاى پوري داړوندو چارو د ښه تنظيم او د غاضبانو دپيژندنې او د عدلي څارنې په مقصد دهغوي دمعرفي کولو په مقصد ګومارل شوي و ، جمهوري رياست ته مفصل رپوټ وړاندې کړ چې داجرااتو په مقصد ددغومراتبو حکم شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت دي دقرغي دبند دساحو ، تفريحي پارکونو او په هغه د حاکمو غونډيو دبشپړ امنيت په تامينولو اقدام وکړي .
لوي څارنوالۍ دي دغاصبانو په عدلي څارنه ، دغصب شويو دولتي ملکيتونو په استرداد او په تيرو کلونوکې دهغو دعوايدو په ترلاسه کولو کې دکرنې او اوبو لګولو وزارت په همکاري قانوني اجراات وکړي او د خپلو ترسره شويو اجرااتو د څرنګوالې په باب دې په هرو دوو مياشتو کې جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي .
دقرغي بند تفريحي ساحي ، پارکونه دهغه په شاوخوا غونډيو واکمني لمنۍ او د خلکو د تفريحي استفادي وړ سيمي دي د ښو خدمتونو دوړاندې کولو او داغيزمنې استفادي په لاره کې کابل ښاروالۍ ته وليږدول شي .
کابل ښاروالۍ موظفه ده چې دغه ساحې او د سنګي هوټل او دمخابراتي انتنونو په ګډون عايداتي منابع په دقيقه توګه او په هيواد کې د نافذو قوانينو له حکمونوسره سم تنظيمي کړي او دخپلو اجرااتو د څرنګوالې په باب دي دهري مياشتي په پاى کې جمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي .
ددغه حکم له مخې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف کړي شوي دي چې د سپوږمي هوټل او د ګلف هوټل قرارداد وڅيړي او په لاسليک شويو پروتوکول کې دليکل شويو ژمنو د نه عملي کولو په رعايتولو سره دي دهغه په فسخه کولو اقدام وکړي او هغه اشخاص چې د قرارداد دلاسليک له نيټي څخه وروسته يي د هوټلونو دبيا جوړولو په عملي څارنه کې مسامحه کړې ده دسرغړوني دتثبيت په صورت کې دي دعدلي څارني لپاره لوي څارنوالۍ ته معرفي کړي .