امنیت

١٢٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دهېواد دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو پرون په ١٨ ولايتونو کې دعملياتوپه بهير کې ١٢٢ تنه وسله وال مخالفين ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته  خبر ورکړ دافغانستان د ملي  دفاعي او امنيتي ځواکونو   د ډار اچوونکو دله منځه وړلو او دخلکو دځان او مال دساتلو په موخه دننګرهار ، لغمان ، لوګر ، غزني ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، ميدان وردګو ، کندهار، فراه ، غور ، بادغيس ، فارياب ، سرپل ، بغلان ،  تخار ، کندز  او دهلمند دولايتونو په ولسواليو کې  ګډ يرغليز  او چاڼيز  عمليات ترسره کړل  چې له امله يې ديوه قوماندان په ګډون ١٢٢  تنه ووژل شول او ٩٣ تنه نور ټپيان شول .
  ددغو  عملياتوپه بهير کې چې دکورنيو او بهرنيو ډاراچوونکو پرخلاف  ترسره شول دملي اردو شل تنه منسوبين شهيدان شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته