ټولنه

د سولې په خبرو کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړ شي

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
خوستي ځوانان وایي چې په قطر کې دې د سولې په خپل منځي خبرو کې دواړه خواوې اوربند ته لومړیتوب ورکړي چې په هېواد کې وینه تویونه بنده او پر ځای یې دایمي ثبات رامنځ ته شي.
دوی د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په افغانستان کې څلوېښت کلن جنګ هرڅه له منځه یو وړل، په زرګونو خلک ووژل شول، زرګونه نور ټپیان کړشول، خو بیا هم سولې ته تږي افغانان د سولې خبرو ته لېوال او خوښ دي.
په ورته وخت کې مدني فعال او د منګلو ځوانانو د ټولنې مشر طاهرجان سیال په دې نظردی، چې افغان حکومت او وسله وال طالبان دواړه دې د تلپاتې سولې لپاره په خبرو کې نرمښت څرګند کړي، په خبره یې د دایمي سولې لپاره ترټولو مهمه داده چې اوربند وشي.
هغه وایي:(( زموږ غوښتنه ده، چې دواړه خواوې دې اوربند وکړي بیا دې په هېواد کې د سولې او ثبات په اړوند پراخه بحثونه او خبرې وکړي، ځکه افغانان سخت وکړیدل او لا کړیږي، نو هیله ده چې په سر کې اوربند وشي او شته ناخوالې له منځه یووړل شي.))
باور دین باوري او عبدالواحد دواړه د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکي دي، دوی وايي چې افغانان ډېر ووژل شول او بې کوره شول، نو لازمه ده چې دواړه خواوې د ولس غږ واوري او اوربند وکړي.
باورالدین وايي: (( ځوانان د سولې له روانو خبرو څخه د ملاتړ ترڅنګ خوشاله دي که خدای کول هیواد کې به دایمي سوله راشي، خو موږ غوښتنه کوو چې ښکیلې خواوې دې لومړی اوربند وکړي او وروسته دې پر نورو موضوعاتو وغږېږي.))
عبدالواحد هم ورته نظر لري او وایي چې د سولې خبرو ته خوښ دی، خو هیله ده چې دواړه خواوې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.
عبدالواحد وايي: (( موږ خوښ یو چې هېواد ته سوله راتلونکي ده، خو اوربند ته دې د اجندا په سرکې ځای ورکړل شي او په مستقیم ډول دې افغانانو ته اوربند اعلان شي، چې نور افغانان وروڼه له شته بدبختیو خلاص او په ارامه ژوند وکړي .))
دا په داسې حال کې د ه چې په قطر کې د افغانستان د سولې په اړوند دوهم پړاو خبرې پیل شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته