سیاست

جمهور رئیس غني پاکستان ته له رسمي سفر څخه وروسته بېرته هېواد ته راستون شو

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې ١٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ، چې  د اسیا زړه – استانبول پروسه کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی وو او هلته یې د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا کتنې هم لرلې، پرون ماسخوتن بېرته خپل هېواد ته راستون شو. نوموړي پرون مازدیګر په پلازمېنه اسلام اباد کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وویل، هېواد یې د اقتصادي، امنیتي، د اوبو د مدیریت او نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان د حکومت له خوا د همکاریو د جلب په موخه د برابرې شوې بستې سره همکاري کوي.
ښاغلي محمد جواد ظریف همدارنګه د چاه بهار بندر او د اورګاډي د کرښې د ارزښت په هکله وویل، چاه بهار او د اورګاډي کرښه د افغانستان د اقتصادي ودې او په ځانګړي ډول د کانونو د انتقال په برخه کې زیاته مرسته کولی شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، په امنیتي برخه کې ایران د داعش شتون او فعالیتونو ته اندېښمن دی، ځکه چې تهدید یې مستقیماً موږ ته متوجه دی.
د هېواد جمهور رئیس د اوبو د مدیریت په برخه کې وویل، د هلمند د اوبو یوه بشپړه معاهده وجود لري چې د تطبیق په هکله به یې د د واړو هېوادونو استازي خبرې وکړي.
محمد اشرف غني ترانزیتي همکاري د افغانستان او ایران لپاره ګټورې وبللې . هغه وویل د اورګاډي کرښه چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او سیمو تېرېږي او ایران له تاجکستان سره نښلوي.
جمهور رئیس وویل، موږ باید د خپل هېواد له غربي سرحد څخه چې له ایران سره یې لرو له امنیتي پلوه ډاډه اوسو. هغه زیاته کړه داعش د سیمې لپاره یو جدي خطر دی او ځینې غیر حکومتي ناسالمې وسله والې ډلې شته، چې د بدلون په حال کې دي او په داعش د بدلېدلو وېره یې شته.
محمد اشرف غني له داعش او ترهګري سره د مبارزې په موخه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پیاوړتیا او تجهیز ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د هېواد امنیتي ځواکونه د دغو خطرونو او تهدیدونو د کمولو او مخنیوي لپاره ګټور دي.
جمهور رئیس وویل، نشه یي توکي چې د ایران له لارې نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي، په دې برخه کې جدي همکاریو ته اړتیا ده او ډېر ژر به افغانستان په دې اړه  د مذاکراتو په موخه یو پلاوی ایران ته واستوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته