اقتصاد

جمهورريیس: دولت د افغانستان په هره نقطه کې د صنعت د انکشاف ملاتړی دی

 کابل/ د وږي ۱۰مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د چهار چنارماڼۍ مخته د محمد امین نور کمپنۍ د موټرونو او افغان پاور بټریو بېلابېلې نمونې له نږدې ولیدې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د محمد امین نور کمپنۍ له دغو تولیداتو څخه د لیدنې پرمهال چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم د جمهورريیس ملتیا کوله، د یادې کمپنۍ مسوول جمهوررییس غني ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: دوی لس ډوله بېلابېل برېښنایي او پټرولي موټرونه تولیدوي چې تر ۴۵۰ کیلوګرامه پورې وزن لېږدولی شي.
نوموړي وویل: د دغو موټرونو پرزې له چین څخه راوړل کېږي، خو د ډیزاین او باډۍ جوړولو چارې یې په هېواد کې ترسره کېږي او د دولت د ملاتړ په صورت کې به یې تولیدات او کاري زمینې زیاتې شي. همدارنګه یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه هم له جمهورريیس سره شریک کړل.
د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې عمومي رییس احمد وفي امین د دغه شرکت له موټرونو څخه چې له تېر کال راهیسې په ارګ کې ورڅخه استفاده کېږي، خوښي وښوده او ویې ویل: د ارګ په داخل کې د استفادې لپاره نور د اړتیا وړ موټرونه به هم په مناسبه بیه له دوی څخه وپېري، ځکه چې غږ او لوګی نه لري.
جمهوررییس غني د محمد امین نور شرکت مسوولینو ته د مبارکۍ پرمهال وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن موږ د یو ژمن افغان له پانګونې او لمریزې انرژۍ څخه د استفادې شاهدان یوو او د دوی پر وړاندې حقوقي مسایل به ژر حل شي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه: دولت د افغانستان په هره نقطه کې د صنعت د انکشاف ملاتړی دی او د دوی په ګډون به د پانګه والو او تولیدونکو د ملاتړ په موخه لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي. 
جمهوررییس د محمد امین نور شرکت مسوول ته سپارښتنه وکړه چې د زړو بټریو د پروسس په ګډون په خپلو تولیداتو کې باید چاپېریال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
جمهوررییس غني د محمد امین نور شرکت برېښنایي موټر ته د چهار چنارماڼۍ مخته له دورې ورکولو وروسته د بټن په کېکاږلو سره د افغان پاور بټرۍ په وسیله ګروپونه روښانه کړل او د یاد شرکت مسوولینو ته یې د روښانه راتلونکي هیله وکړه. #
پای / نازیلا عزیزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته