سیاست

دبغلان د ولايتي شورا د رييس د شهادت په مناسبت د جمهوري رياست د سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم د ډاډ ګيرنې پيغام!

کابلباختر دثور٣٠
دبغلان د ولايتي شورا د رييس د شهادت په مناسبت د جمهوري رياست د سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم د ډاډ ګيرنې پيغام!
په ژورې خواشينۍ سره مې په بغلان ولايت کې ددغه ولايت د ولايتي شورا د رييس محمدرسول محسني او زموږ د ١٤ تنو نورو بې ګناه هيوادوالو دشهادت زړه بوږنوونکى خبر ترلاسه کړ.
په دې وسيله دخلکو د سولې او نيکمرغۍ د دښمنانو، دغه وحشيانه جنايت په کلکه غندم او د خپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د شهيدمحسني او د دغې زړه بوږنوونکې پيښې د نورو شهيدانو کورنيو او د بغلان ولايت پتمنو خلکو ته وړاندې کوم او شهيدانو ته د فردوس جنت او د هغوى دوستانو اوپاتې کسانو ته دجميل صبر هيله کوم.
شهيد محمدرسول محسني د خپلو خلکو د آرا مۍ او نيکمرغۍ په لاره کې کار وکړ اوپه دغوسيموکې د امنيت او ثبات دټينګښت لپاره يې هلې ځلې کولې.
په بغلان ولايت کې د امنيت دټينګښت لپاره د ده هلې ځلې د دې سبب شوې چې د هيواد د سولې او آرامۍ د ښمنان د ده دشهادت لپاره په توطيو لاس پورې کړي او په پاى کې د هماغو دسيسو پربنسټ يې نن دى د يوځانمرګى بريد په ترسره کولو سره شهيدکړ.
د افغانستان د خلکو تور زړې دښمنان په دغه شان جنايتونو سره نه شي کولى د ګران هيواد د ترقي او پرمختګ د لارې د لارويانو دکاروان مخه ونيسي .
هيله لرم چې په بغلان ولايت کې د نننۍ زړه بوږنوونکې پيښې ټپيان ډير ژر روغتيا ترلاسه کړي او د خپلې کورنۍ تودې غيږې ته ستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته