امنیت

يوې ميرمنې په پروان کې ځان وژنه وکړه.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
يوې ځوانې ميرمنې دپروان ولايت په چاريکارو ښارکې چې يوه اوونۍ مخکې يې له خپل ميړه څخه طلاق اخيستى وو پرون يې ځان وواژه .
دپروان ولايت دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال عبدالصمد زلمي دباختر آژانس خبريال ته وويل :- چې دغې ميرمنې دلومړۍ امنيتي ځوزې په مربوطاتو کې دخپل پلار په کورکې يې ځان ځړولى دى .
ده زياته کړه :- چې دغې ٢٥ کلنې ښځې چې شبانه يې نوم وو دکورنۍ تاوتريخوالي له امله يې ځان وواژه .
د ده دڅرګندونو له مخې : پوليسو په دې باب څيړنې پيل کړې دي دپروان ولايت دښځو دچارو رييسې نادرې ګياه وويل:-
شبانه يوه اوونۍ مخکې دکورني تاوتريخوالي له امله له خپل ميړه څخه طلاق اخيستى وو.
ګياه له امنيتي مرکزونو څخه وغوښتل چې ددغه موضوع په باب جدي تحقيق وکړي او د شبانې ميړه چې له هغې څخه يې طلاق اخيستى وو ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته