خبرونهامنیتTOP

د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۵ سرتېري فارغ شول

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند د حمایې او امنیت لوا له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۵ سرتېري له درې میاشتنیو عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

ملي دفاع وازرت ویلي چې د یادو کسانو د فراغت مراسمو کې مسوولینو یادو فارغانو ته په ویناوو کې وویل چې نظامي زده کړې باید د خپلې خاورې د استقلالیت او ساتلو لپاره تر سره شي.

همدا راز یادو فارغانو ژمنه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې به د ولس او هېواد څخه دفاع کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته