امنیت

د رروزګان په چورې ولسوالۍ کې پنځه تنه ماشومان ټپيان شول

ترینکوټ باختر د لیندۍ د میاشتې ۸ مه
د رزوګان ولایت د چورې ولسوالۍ په اختر کلي کې پرون د يوه توغندي د چاودنې له امله پنځه تنه ماشومان ټپیان شوي دي.
د چورې ولسوالۍ ځايي اوسيدونکي وايي چې ټپيانو شويو ماشومانو په موندل شوي توغندي لوبې کولې،خو په دې نه پوهيدل چې دغه توغندی به يې ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
د نعمت الله په نامه يو تن د چورې ولسوالۍ ځايي اوسيدونکي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې چاودنه هغه مهال شوې کله چې يادو ماشومانو په موندل شوي توغندي لوبې کولې.
په ورته وخت کې بيا د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امین الله توخي هم مني، چې له دغې پیښې ورته دوه تنه ماشومان وروړل شوي چې روغتیايي وضعيت يې د اندېښنې وړ بولي.
بل خوا په ولایتي شورا کې د دغې ولسوالۍ استازی حیات الله فضلي بیا د ټپي شویو ماشومانو شمېره ۷ تنه یادوي او وايي چې توغندی د چا لخوا څخه توغول شوې نه دی بلکې دغو ماشومانو پیدا کړې وو او لوبې يې پرې کولي.
د راپورونو له مخې اوس هم په افغانستان کې لسګونه کسان د ماينونو او ناچاودو توکو د چاودنې له امله زیات زيان ويني.
د شمېرو له مخې دا مهال افغانستان د هغو ټولو هېوادونو په سر کې دی چې د ماينونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخامخ دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته