ټولنه

د ډاډګیرنې پیغام

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ډاډګیرنې پیغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون یو پخوانی استاد او د زراعت پیاوړی متخصص پوهاند ډاکتر اعظم ګل وفات شو.
ډاکتر اعظم ګل د خپل درې اتیا کلن عمر یوه لویه برخه په تدریس تیره کړه ، ډیر کلونه یې د کابل پوهنتون محصلانو ته درس وکړ او د زراعت په څانګه کې یې ګڼ علمي آثار ولیکل.
ده د افغانستان د کورنیو جګړو په سختو کلونو کې د سویډن موسسې د مشر په توګه ډیره هڅه وکړه چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د معارف ډیوه بله پاتې شي.
د ډاکتر اعظم ګل مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه ده. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي.
د مرحوم استاد کورنۍ، دوستانو او د هیواد اکاډیمیکې ټولنې ته تسلیت وایم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته