امنیت

په بلخ کې بانکي خدمتونه په عادي ډول دوام لري

کابل /د ليندې ١٤مه /باختر
په مزارشريف ښارکې د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو او د پولي خدمتونوله څرنګوالي د څارنې بهير په بلخ ولايت کې د افغانستان بانک له خوا په عادي ډول دوام لري.
د بلخ دافغانستان بانک رييس مولوي شاهين د باختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته په بلخ کې د افغانستان بانک په نمايندګى کې د راکړې ورکړې اود بانکي خدمتونو بهير په عادي ډول پيل شوى دى.
شاهين زياته کړه چې د بانک کارکوونکي خپلو دندوته حاضر شوي دي او د بانکي تعرفو د ويشلواود پولي حوالو د اجراکولوبهير هره ورځ دوام لري.
د بلخ د افغانستان بانک رييس وويل: ټول صرافان مکلف دي له لس افغانيګي نيولې تر١٠٠٠افغانيګي پورې ټول بانکنوتونه له توپير پرته په يوشان په خپلو ورځنيو راکړو ورکړوکې وکاروي.
له لس افعغانيګي اوشل افغانيګي او زړو بانکنوتونوڅخه د تفاوت اخستل اود تفاوت په وړاندې په نويو پيسو دهغوبدلول حرام او سود وباله .
مولوي شاهين په مزارشريف ښارکې دجعلي پيسو دچلند د مخنيوي په اړه ډآډ ورکړ او ويې ويل چې ځانګړي تدبيرونه نيول شوي دي او د استخباراتوکارکوونکي دافغانستان بانک د رهبرى په همغږى سره موضوع تعقيبوي اوله سرغړونکوسره قانوني چلند کوي.
شاهين زياته کړه افغاني پيسې زموږ ملي شتمني ده اوموږبايد د خپلو پيسو د ساتنې په خاطر جدي پاملرنه وکړو.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته