ښرنه باختر د مرغومې ۱۰ مه
بې پیلوټه الوتکې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې پر وسله وال طالبانو برید کړی، چې په کې پنځه تنه طالبان وژل شوي دي.
پکتیکا کې د ملي اردو د دویمې پلې لوا قوماندان رحم دل حیدرزي باختر اژانس ته وویل چې، دغه برید تېر مازيګر بې پیلوټه الوتکې ترسره کړی دی.
د رحم دل په خبره د همدې ولايت په زېړوک کې یې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال له وسله والو طالبانوڅخه یو شمېر وسلې هم نیولې او عملیات لا هم دوام لري.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ