ټولنه

دکابل ولايت دښځو وزارت دښځو لپاره دحمايوي مرکز په جوړولو کې مرسته کوي .

کابل باختر دچنګاښ يوولسمه :
دکابل والي  محمد يعقوب  حيدري دښځو دچارو وزارت دپاليسي او مسلکي معينې  سپوږمۍ  وردګ سره پرون دکابل  ولايت دبې سرپرستو  ښځو په خاطر دحمايوي مرکز دجوړولو په مقصد دخپل کار په دفتر کې وکتل .
  دښځو دچارو وزارت دپاليسي  او مسلکي معينې سپوږمۍ  وردګ  په کابل ښار کې دبې سرپرسته  ښځو لپاره دحمايوي مرکز دجوړيدو په باب  خبرې وکړې . او په دې لاره کې دکابل ولايت دادارې دهمکارۍ   غوښتوونکې شو چې دښځو دچارو له وزارت سره همکاري اوهمغږي  وکړي .
دکابل والي  محمد يعقوب  حيدري دښځو دچارو وزارت درهبرى  علاقمندي  يې دافغانو ښځو  لپاره دښه خدمت دوړاندې کولو لپاره دقدر وړ وبلله او دبې سرپرسته  ښځو دحمايوي  مرکز دجوړولو لپاره دځمکې داختصاص ورکولو ، دده دنقشې  دجوړولو او دکابل  ولايت دادارې او دښځو دچارو وزارت ترمنځ دزياتې همغږۍ په برخه کې  دهمکارۍ  ژمنه وکړه .
ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته