ټولنه

د سعودي عربسان باچا وفات شو

رياض باختر د سلواغې  دريمه :
  دسعودي عربستان باچا ملک عبدالله تيره شپه دنوي کلنۍ په عمر مړ شو .
دى يو مياشت مخکې دماغز له فلج سره مخامخ شوى  و او دسعودي عربستان دپايتخت رياض  ښار په يوه روغتون کې بستر و .
ملک عبدالله نهه کاله دسعودي عربستان باچاو او دده پرځاى دده ناسکه ورو  سلمان بن عبدالعزيز چې اتيا کلن دى باچاهۍ ته ورسيد .
دخبري منابعو دخبر له مخې:  شهزاده  مقرن بن عبدالعزيز  چې اويا کلن دى دسعودي عربستان دوليعهد  په توګه معرفي شوى دى ،
ملک عبدالله دسعودي عربستان شيږم باچا و چې څلور ميرمنې ، اووه  زامن  او پنځلس لونې يې لرلې .
ملک عبدالله سلطنت ته له رسيدو مخکې له ١٩٧٥ ميلادي کال څخه تر ١٩٨٢ ميلادي کال پوري دصدراعظم  ددويم مرستيال په توګه دنده ترسره کړې وه اودسعودي عربستان دپخواني پاچا  ملک فهد له سختې ناروغۍ  وروسته يې په  ١٩٩٥ کال کې په عملي توګه ديوه  باچا ټول واکونه لرل چې په همدې حال کې دکابينې رييس او دسعودي عربستان دملي ګارد قوماندان هم و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته