امنیت

٢٤ تنه مشکوک کسان ونيول شول

دملي اردو منسو بينو دهيواد په څو ولايتو نو کې د تصفيووي عملياتو په بهير کې څلور ويشت تنه مشکو ک کسان نيولي دي او دوه تنه ډار اچوونکې يي وژلي دي .

د ملى دفاع وزارت مطبو عاتي دفتر د باختر اطلاعا تي اژانس ته خبر ورکړ :

دغه عمليات دلو ګر ، ننګر هار ، هلمند ، خوست ، کونړ او کند هار په ولايتو نو کې ترسره شوي دي چې له امله يي څلويښت تنه مشکو ک کسان نيول شوي او دوه تنه ډار اچو نکې وژل شوى ، دولس کلاشينکوفونه ، دوه ميله پيکا ،درې لاسي بمونه ، يو ها وان ، يوه مخابره ، يوموټر سايکل ،يوه تومانچه ، پنځلس چره يي ټوپکونه ، شپيته کيلو ګرامه چرس او پنځه پنځوس بوشکي چاوديدونکې توکي يي تر لاسه کړى دى

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دکندهار او لوګر دولايتونو په مربو طاتو کې د امنيتي د ندو په بهير کې دملي اردو يو تن منسو ب شهيد او يو تن بل يي ټپي شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته