امنیت

په بدخشان کې طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختر د تلي دريمه :
  وسله والو طالبانو پرون دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې ددولتي ځواکونو په سنګرونو بريدونه وکړل چې له مقابل بريد سره مخامخ شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر آمر مسعود راشد باختراژانس ته خبرورکړ .
په دې جګړه کې  دامنيتي ځواکونو له خوا  پنځلس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى  وويل  په دې جګړه کې دامنيتي ځواکونو دوه تنه منسوبين  شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شول او امنيتي حالت عادي شوى او طالبان تښتيدلې دي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته