ټولنه

تبصره :

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٧ :
دکابل ښار په يوه تجارتي مارکيټ کې اور لګيدنې زياتې کمزورتياوې او نيمګړتياوې مسوولينو ته  متوجه کړې  او زياتې پوښتنې يې پيدا کړې  چې بايد  خلک ځواب يې واوري.
دباخترآژانس مفسرليکي :
دتيرې پنجشنبې په ورځ دکابل ښار داباسين ځدران تجارتي مارکيټ ديوې پراخې اور لګيدنې ډګر و  چې په بشپړه توګه  ددغه مارکيټ   دويجاړتيا     سبب شوه.
ويل کيږي  چې په دې مارکيټ کې  يو زرو دوه سوه دوکانونه فعال و ، هټيوال  ادعا کوي چې  دوى ته  اوښتي تاوانونه  له  ٣٥٠ مليونو امريکايي ډالرو څخه اوړي  دغه راز دوى  دقضيې دمهم والي ،  دپوليسو  دبې پروايۍ په تيره بيا دامکاناتو دکمښت په باب نورې ادعاګانې هم طرحه کوي.
سره له دې چې دکابل ولايت دامنيه قوماندان  جنرال رحيمي په ګډون دپوليسو مقامات  دغه ادعاګانې چې ګنې پيښه دقصدي عمل زيږنده ده، ردوي  او ټينګار کوي چې  د اورلګيدنې  او دهغې  دپراختيا څرنګوالى دوى ته معلوم دى   خو دغو څرګندونو ونه کړاى شو دهټيوالو دقناعت سبب شي . ځکه دپيښې له رامنځته کيدو مخکې په مارکيټ کې دتروريستانو دشتون په باب نارې سورې  خپرې شوې او وروسته هم اور لګيدنه او په پاى کې  دمارکيټ له دويم پوړ څخه ښکتني پوړ ته دهغې پراختيا  هغه خبرې  دي  چې دمارکيټ  هټيوال او عوام خلک يې متجسس کړي دي  او دوى دخپلو دغو ګومانونو او  اټکلونو په نسبت مناسب ځواب  غواړي.
له بلې خوا هغه څه  چې   په اباسين ځدران مارکيټ کې رامځته شول په کابل کې داور لګيدنې دپيښو تکرار دى .
يوځل  دکابل په منډوۍ کې دفيض محمد ناصري سراى   له دغه شان پيښې
  سره مخامخ شو او په کابل کې په لسګونو دوکانونه د اور په لمبو کې وسوځيدل.
دغه راز  دکابل  په منډوۍ کې  د چپلکو دپلورنې دمارکيټ په نامه په يوبل مارکيټ کې د اورلګيدنې پيښې  دکابل ښاروالۍ   ، دښارجوړولو دچارو وزارت ، دپوليسو او داور وژنې دمسوولينو په پته  يو لړ کمزورتياوې او تشې  په ډاګه کړې  .
په دغو  دو پيښو کې مسوولينو ټينګار وکړ چې په کابل کې تجارتي مارکيټونه  په معياري ډول نه دي جوړ شوي  . په منډوۍ کې   ګڼه ګوڼه  او دواټونو دسور کموالي  داور وژنې  د موظفينو دکار دپرمختګ  مخه ونيوله   دغه راز دتجارتي سرايونو  خاوندانو   بيړني حالات په پام کې نلرل.
دغه ستونزه داباسين ځدران په تجارتي  مارکيټ کې تکرار شوه  او مسوولينو بيا هم وويل چې دغه مارکيټ  په معياري ډول نه دى جوړ شوى   او  ايمني مسئلې او دکارکوونکو مصونيت پکې نه دى رعايت شوي.
دغه راز  دغې پيښې ثابته کړه چې  داور وژنې وسايل په معياري ډول سمبال نه
دي    او لوړ پوړيزو ودانيو کې  له اور لګيدنې سره  دمجادلې په وړاندې
امکانات نلري .
اوس دا پوښتنه طرحه کيږي که چېرې داباسين ځدران مارکيټ دفيض محمدناصري دتجارتي مارکيټ او يا دنورو مارکيټونو  په شان په معياري    ډول نه دي  جوړ شوي  کومو کسانو اويا کومو بنسټونو  ددغه شان مارکيټونو د جوړولو او په پاى کې  ددغه شان فعاليت اجازه صادره کړه.
مسوولينو  دکابل په منډوۍ  ، قواى مرکز  او دښار په نورو سيمو کې داور لګيدنې له پيښو وروسته دتجارتي ساحو دمعياري کولو په برخه کې مشخصې  ژمنې وکړې. خو تراوسه پورې داباسين ځدران پيښه رامنځته کيږي ددغو  ژمنو دعملي کيدو  کومه خبره نشته .
بايد  دکابل ښاروالۍ ، دښار جوړولو دچارو وزارت ، اور وژنې  او نورو بنسټونو  مسوولين ځواب ووايي چې د لوړپوړيزو ودانيو او دهغو تجارتي ساحو دمعياري کولو په برخه کې چې   تل  دخلکو دګڼې ګوڼې ډګر دى  ، کوم تدبيرونه ونيول ، څه يې وکړل او په پاى کې  څه کوي ؟
دغه راز خلک دپوليسو له مسوولينو څخه غواړي په دې پوه شي   چې کومو
کسانو داباسين ځدران په مارکيټ کې  دځانمرګو يرغلګرو دشتون نارې سورې  
پورته کړې او څه ډول اور لګيدنه پيل شوه.
که چېرې دپوليسو مقامات په خپلو خبرو ټينګار کوي بايد  په سندونو  او شواهدو سره  زيانمنو شويو  کسانو او خلکو ته ځواب ووايي.
هغه څه  چې په اباسين ځدران مارکيټ کې رامنځته شول   په ښاري مديريت  ، تجارتي مديريت او داور وژنې په مديريت کې يې يو لړ نيمګړتياوې  اوتشې  مسوولينو ته متوجه کړې  چې بايد  دله منځه وړلو لپاره يې اقدام وکړي  دلته عملي  او په زړه سوي سره کار هدف دى نه  ژمنه، نه پريکړه او نه د کميسيونونو  جوړول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته