کابل / د چنګاښ١٢مه / باختر
په هلمند کې په هوايي بريد کې ٣٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٠ نورټپيان شول.
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو ډلې يو شمېر پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، په لسګونو وسله وال طالبان د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجيرسيمه کې د ولسوالۍ پر بازار د بريد لپاره د سازمان ورکولو په موخه راټول شوي و چې د هوايي ځواکونو له لورې پرې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ميوند قول اردو يوه جګپوړي مقام باخترآژانس ته وويل په دې هوايي بريد کې ٣٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٠ نورټپيان شول.
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر سيمه ييز جګپوړي قوماندانان او پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
\ ذ