خبرونهامنیت

٢٥ افغان پوځي محصلين له هند څخه هېواد ته راستانه شول

 کابل، د زمري ۷ مه، باختر

د افغانستان دفاع وزارت اعلام وکړ، چې د هند له پوځي اکاډمۍ څخه ۲۵ تنه افغان محصلین فارغ او هېواد ته راستانه شول.

باختر آژانس د ملي دفاع وزارت له خولې خبر ورکوي چې دغه کسان په تېر حکومت کې د زده کړو لپاره هندوستان ته ليږل شوي وو او د هندوستان په IMA اکاډمۍ کې يې ١٨ مياشتې پوځي زده کړې کړې دي.

دوی  تېره ورځ کابل ته راستانه شول او د دولتي مقاماتو له خوا یې تود هرکلی وشو.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا