امنیت

يو غير مسوول وسله وال قوماندان په بغلان کې ووژل شو.

 کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٣ :
يو غيرمسوول وسله وال قوماندان له خپل ورور او دوو تنو افرادوسره يې  پرون
په بغلان ولايت کې دامنيتي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.
په دغه قوماندان  چې په  زاغک مشهور و  په ده صلاح ولسوالۍ کې دپوليسو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
دپوليس  په دې بريدکې دقوماندان زاغک يو بل ورور  له يو تن بل جګړه مار سره نيول شوى دى .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې ددغو عملياتو په بهيرکې  غيرمسوول وسله وال  قوماندان زاغک له خپل ورور  او  دوو تنو افرادو سره يې  ووژل شو  او يو بل ورور يې له يو بل جګړه مار سره نيول شوى دى.
جنرال امر خيل وايي چې دغه عمليات  دجنګي وسايلو دراټولولو او دهغو غيرمسوولو وسله والو ډلو  دځپلو په مقصد  چې په بغلان کې دبد امنۍ سبب کيږي ، پيل شوي دي .
دا په داسې حال کې ده چې په بغلان کې  غيرمسوولې وسله والې ډلې  دطالبانو په ګډون دنورو تروريستي ډلو ترڅنګ تل  دخلکو دځورونې او ناامنۍ ته دلمنې وهلو سبب شوي دي .
دبغلان ولايت  امنيه قوماندان  دقوماندان زاغک وژل  کيدل ددغه ولايت دامنيتي حالاتو په ښه والي کې  ارزښتناک بولي او وايي  ددې نيت لري چې  دده صلاح ولسوالۍ کې يو بل غير مسوول  وسله وال قوماندان  جمعه خان  چې دده په خبره  دملکي و ګړو په وژنې اوپه وسله والې غلا لاس پورې کوي ، بې وسلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته