امنیت

په فارياب کې دطالبانو پر خلاف ديوه پاڅون کوونکي قوماندان وژل کيدل.

کابل باختر  د غبرګولي  اوولسمه :
په فارياب ولايت کې د طالبانو پر خلاف يو پاڅون کوونکى قوماندان دماين د چاودنې له امله ووژل شو.
په جوره چولاق نن سهار په اندخوى ولسوالۍ کې ماين وچاوديد او ووژل شو.
په فارياب ولايت کې دپوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې دغه خبر تائيد کړ او طالبان يې د وګړني پاڅون ددغه قوماندان دترور عامل وباله .
قوماندان جوره چولاق په فارياب ولايت کې د طالبانو ديوه ډير سرسخت مخالف په توګه بلل کيده.
ده په فارياب کې د طالبانو دشتون له زياتوالي وروسته له خپلو افرادو سره وسله په اوږو کړه اوپه وار وار يې دطالبانو په وژلو سره ددغه ولايت په ځينو سيمو کې دغې ډلې ته ماتې ورکړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته