امنیت

په پروان کې په يوماشوم دتيرى اووژنې تورن اعتراف وکړ

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
په پروان ولايت کې په يو ماشوم دتيرى  او وژنې تورن په خپل جرم اعتراف وکړ.
مقصود پنځه کاله مخکې  په اووه کلنه  نجلۍ ناهيد دچاريکارو ښار ته له څيرمې سيمې څخه له تښتونې وروسته جنسي تيرئ وکړ  او وروسته يې ووژله.
دپروان امنيه قوماندان  عبدالرحمن سرجنګ باختراژانس ته وويل  امنيتي مامورين له پنځوکلونو هلوځلو وروسته دشنبې په ورځ داووه کلنې ناهيد دجنسي  تيري او وژلو عامل په نيولو بريالي شول.
دپروان دپوليسو ددغه مقام دڅرگندونوله مخې تورن په پاى کې اعتراف وکړ چې دغه ماشوم يې دهغوى له کور څخه  له څيرمه ساحې څخه وتښتاوه اوپه هغې له جنسي تيري وروسته يې ووژله.
تورن ددغه جنسي تيري او وژلو په وخت کې اوولس کلن و اوله همدې امله په پروان ولايت کې يوې محکمې هغه په غيابي ډول په اوو کلونو حجز محکوم کړي و.
ويل کيږي  چې تورن عدلي اوقضايي ارګانونو ته سپارل شوى دى  .
په همدې  حال کې  ددغه ماشوم کورنۍ له دولت څخه وغوښتل  چې ددوى په لور تيري کوونکئ اوقاتل په اعدام محکوم کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته