فرهنګ

٢٦ قلمه تاريخي اثار دفارياب ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول

دفارياب ولايت دملي امنيت منسوبينو نن يوه اندازه تاريخي اثار ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل .

دفارياب ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دتاريخي ابداتو د ساتنې مدير محمد عارف دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ، دغه شپږ ويشت قلمه تاريخي اثار ددغه ولايت دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ددغه ولايت په مرکز کې ترلاسه شوي دي او ليږدونکي يې تښتيدلي دي .

دده دڅرګندونوله مخې، ددغو اثارو تاريخي لرغونتيا تراوسه پورې نه ده مشخصه شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته