اقتصاد

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا فوق العاده غونډه جوړه شوه

 

کابل / د غبرګولي ۱۱ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا  فوق العاده غونډه نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه.

د جمهوري  ریاست د ویندوی د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د تجارتي اتشو کوربه هیوادونو د اقتصادي او سوداګریزو پروفایلونو، د صادراتو او صنعتي پراختیا پلان، د غالیو د صادراتو د راپور، د تعرفې د پالیسۍ، د نفتي موادو او مایع ګازو په تصدۍ کې د اصلاحاتو، د افغانستان د پانګونې د انکشاف د چوکاټ، د ټیټ کیفیت لرونکو نفتي موادو د مدیریت د پالیسۍ، د پنبې او نساجۍ تصدیو د اصلاحي پالیسۍ او د افغانستان د فدراسیون خونو د ایجاد په اړه د غونډې غړو ته معلومات ورکړل.

غونډې پر یادو موضوعاتو له هراړخیزو بحثونو وروسته د صادراتو او صنعتي پراختیا پلان، د غالیو د صادراتو طرحه، د نفتي موادو او مایع ګازو په تصدۍ کې د اصلاحاتو، د پانګونې د انکشاف چوکاټ، د پنبې او نساجۍ د تصدیو اصلاحي پالیسي او د افغانستان د فدراسیون خونو ایجاد په پرنسیب کې تائید کړل.

همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت غونډې ته د ګاونډیو هیوادونو له لارې د وطني غالیو د صادراتو او قاچاق د مخنیوي په موخه وړاندیز وکړ چې ۶ سلنه سب سایډي دې په پام کې ونیول شي او صادرات دې د هوایي دهلېزونو له لارې ترسره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د غالیو صنعت د ښه والي لپاره د کمیت او کیفیت معیارونو او د نړیوالو بازارونو د غوښتنې په پام کې نیولو سره د غالۍ اوبدلو انستیتوت ایجادول ګټور وبلل وې ویل، د غالیو صنعت بنسټيزو ستونزو لکه د افغاني غالیو مینځلو، قیچي کولو او بازارموندنې ته دې اساسي حل لارې ولټول شي.

د اقتصاد عالي شورا غوندې اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله چې د سوداګرۍ او اقتصادي پروفایلونو چوکاټ دې د هیواد د فعالې سوداګریزې او اقتصادي ډيپلوماسۍ برخه وګرځي او په هر هیواد کې دې د افغانستان د سیاسي استازولیو لپاره په ګډ اقتصادي ماموریت بدل شي؛ د هیواد د اقتصادي اتشو ملاتړ دې وشي، چې وکولای شو له ټولو هیوادونو سره پیاوړې سوداګریزې اړیکې ولرو.

همدا راز د هیواد په ملي اعتبار کې د بندرونو د زېربنا د کیفیت موثریت ته په پام او په خصوصي سکتور یې د ناوړواغېزو او عوایدو کموالي په برخه کې دې د بندرونو د کیفیت ښه والي ته اساسي کار وشي، دغه راز دې د تعرفې پالیسۍ په برخه کې په دې په تمرکز چې تعرفه هدف نه، بلکې د اقتصادي ودې وسیله ده وارزول شي.

د نفتي موادو او مایع ګازو تصدۍ د اصلاحاتو په برخه کې دې د تشکیلاتي جوړښت، کاري طرزالعمل او د دولتي ارګانونو د اړتیا وړ نفت او ګازو د تمویل لپاره له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو تامین او د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ ګازو د تمویل لپاره دې د تدارکاتي پروسې د پړاوونو بشپړول ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې شي؛ همداراز دې د نفتو او ګازو د پېرلو مقرره په عاجله توګه طی مراحل او د قانوني ملاحظاتو تر حل وروسته دې د تصویب په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې شي.

همدا راز په غونډه کې ټینګار وشو چې د پنبې او نساجۍ په پالیسۍ کې دې د دولتي شرکتونو د قانون مطابق په بېړني ډول لازم تعدیلات نهایي او د نهایي کولو لپاره دې د قوانینو کمېټې یا د قانون د حاکمیت عالي شورا ته وړاندې شي او د دولتي او مختلطو شرکتونو د انسجام واحد موظف دی چې د پنبې او نساجۍ صنعت واضح مالي او اقتصادي ارزونه وکړي او د اقتصاد عالي شورا یوې غونډې ته دې وړاندې کړي.

د غونډې د پانګونې د انکشاف چوکاټ په برخه کې چې د پانګونې د جلبولو کلیدي ټکی دی بحث وشو او د پانګونو پر وړاندې د هر ډول ستونزو د حل په خاطر هغه ادارې چې په پانګونه کې رول لري موظفې شوې چې د خپلو دندو لپاره مشخص زماني ضرب الاجل ولري، همداراز دې د پانګونې بهیر د اسانتیا او چټکتیا لپاره د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد له لارې بهرنۍ پانګونه وشي، د برانډ جوړولو او معنوي مالکیت په برخه کې د صعنت او سوداګرۍ وزارت موظف دی چې په حقوقي چارو کې د جمهوررییس ستر سلاکار په مشوره کار وکړي.

 په واحد شرکت د پنبې او نساجۍ د متعددو نساجیو د بدلولو په برخه کې دې د مشخصې زمانبندۍ مطابق له اړوندو ادارو سره پایلې ته ورسېږي او د پنبې او نساجۍ صنعت واضح مالي ارزونه دې وشي، همدا راز دې اړوندې ادارې د افغانستان د فدراسیون خونو د هغو خدمتونو په اړه چې د سوداګرۍ خونه یې وړاندې کوي او له امله یې امتیازات اخلي، واضح جدول جوړ او د اقتصاد عالي شورا راتلونکي غونډو ته وړاندې کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته