سیاست

جمهورريیس غني له پنځمې امنیتي حوزې څخه کتنه وکړه

کابل/ د زمري ۳۰ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوريیس محمداشرف غني پرون ماسخوتن د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې ته ولاړ اوله یادې حوزې څخه د کتنې پرمهال یې د اړوندو مسوولینو کړنې هم وارزولې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح یې هم ملتیا کوله، د برنامو، له خلکو سره د اړیکو او د هغوی د نارضایتۍ د کچې، په ساحه کې د جرمونو د مخنیوي، د امنیتي برنامو د تطبیق، څارنې او ګزمو په اړه د پنځمې حوزې د مسوولینو راپور واورېده.
جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د یاد راپور او خبرو له اورېدو وروسته د پنځمې حوزې امر ته لارښوونه وکړه چې له مجرمینو سره جدي چلند وکړي او د دې حوزې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره چټک اقدامات ترسره کړي. #
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته