امنیت

طالبانو په بادغيس کې يو قومي مشر په ډزو سره وواژه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې پرون يو قومي مشر د طالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
دبادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ سرپرست عبدالهادي بادغيسي د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوقومي مشر عبدالباقي د طالبانو په غونډه کې ګډون کړى و او خپل کورته د ستنيدو په لاره کې د يوې بلې ډلې طالبانو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: عبدالباقي د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د مقر ولسوالۍ لپاره د نومول شوى ولسوال په بلنه د جنګل پشته په سيمه کې له يوې ډلې طالبانو سره کتلى دى .
تراوسه پورې روښانه نه ده چې ولې طالبانو دغه قومي مشر وژلى دى، خو د طالبانو د ډلې ترمنځ د اختلافونو له امله تل دغه شان پيښې رامنځته شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته