امنیت

په غازي آباد کې دخلکو ددښمنانو ډار اچونکى عمل وغندل شو.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د کابل دطبي پوهنتون د استادانو ټولنې ددغه هيواد د دښمنانو خونړى عمل چې دکونړ په غازي آباد کې د دغه هيواد سرتيرو دشهادت سبب شو په کلکه وغانده.
ددغې ټولنې په ليک کې چې نن باختر آژانس ته ليږل شوي دي  په هيواد کې   په جګړه کې ښکيل اړخونه سولې ته بلل شوي دي او غوښتنه شوې ده چې نور دپرديو په اشاره د افغان په واسطه دافغانانو وينه تويه  نه شي او افغانان ورور  ملت دى او دجګړې پرځاى چې دافغانستان د زياتې ويجاړتيا بر بادۍ سبب کيږي ،   دسولې وروۍ او ديو بل دمنلو لاره غوره  کړي   چې د  خلکو او دهيواد د   پرمختګ سبب کيږي.
دکابل دطبي پوهنتون د استادانو دټولنې په دغه ليک څرګنده شوې ده  هره افغان چې دجګړې له هر لورې څخه  وژل کيږي  زيان يې يوازې دغه هيواد ته رسيږي .
دغه راز د دښمنانو دغه عمل چې دکونړ په غازي آباد کې د ملي اردو دمنسوبينو دشهادت سبب شو هغه يې له بهر څخه دافغانستان دخلکو د دښمنانو له خوادتوطيې دوام بلل شوى دى  چې له پولې  څخه بهر طرحه  کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته