ټولنه

دکاپيسا يو اوسيدونکى له څلور سوه جعلي تذګرو سره ونيول شو

کابل باختر دوږي  پنځمه :
دکورنيو چارو وزارت له کاپيسا ولايت  څخه د٤٠٠ جعلي تذکرو دليږدونې په اړوند څيړنې پيل کړي دي .
  دکابل پوليسو پرون يو ځوان  هغه وخت ونيوه  چې  ٤٠٠ جعلي تذکرې يې له کاپيسا ولايت څخه  ليږدول .
  دکورنيو چارو دوزارت وياند  نجيب دانش  دباختراژانس خبريال ته وويل : نيول شوى ځوان  ٢٥ کلن دى ،
دانش وويل  په دې باب چې  دغه څلور سوه تقلبي  تذکرې چيرته چاپ شوي او دچا په ګټه کارول کيدې .  څيړنې پيل شوي دي .
  سره له دې چې  د راى ورکوونکو دنوم ليکنې بهير  پاى ته رسيدلى دى  خو اوس هم  دتقلبي تذکرو  دکارولو په اړوند انديښنې شته .
  داپه داسې حال کې ده چې پخوا دپکتيا ، ننګرهار او يوشمير نورو ولايتونوکې  دزرګونو تقلبي تذکرو د چاپولو او ويشلو په باب خبرې اوريدل شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته