ښوونه او روزنه

٣٨ تنو استادانو له دوه کلنې زده کې وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١١ :    
اته ديرشو تنواستادانو دلوګر ولايت دښوونکو دروزنې دموسسې  په الحاقيه کې له  دوه کلنې زده کړې وروسته پرون دفراغت  سندونه ترلاسه کړل.
دلوګرولايت دپوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباخترآژانس خبريال ته وويل  دغه استادان په داخل خدمت پروګرام کې شامل و  او درياضي په څانګه کې له دوه کلنې زده کړې وروسته يې دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
عرب زياته کړه چې په ازرې ولسوالۍ کې ښوونځي دمسلکي ښوونکوله کمښت سره مخامخ دي  اودغو استادانوپه فراغت سره به دغه ستونزې تريوې اندازې پورې لرې شي .
دغه راز ده  وويل چې  پنځوس تنه نور محصلان په دې روزنيز مرکز کې په زده کړې بوخت دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې په لوګرولايت  کې دښوونکو دروزنې يوه موسسه شته چې په اړوندو ولسواليو کې پنځه الحاقيې لري.  .                                            ويل  کيږي چې  په   ازرې   ولسوالۍ کې   پنځه ويشت ښوونځي شته  چې    اته
ښوونځي يې په نجونو پورې اړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته