ټولنه

په غزني کې دملي پيوستون دپروګرام دوه زره پروژې تطبيقې شوې .

-کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دغزني ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست مسوولينو په دغه ولايت کې ددوه زره سترو اوکوچنيو پروژو دتطبيق خبر ورکړ .
دغه مسوولين وايي چې  ددغه ولايت پنځه ولسوالۍ له دغو پروژو څخه بې برخې پاتې دي او دولت تراوسه پورې په دې نه دى بريالى شوى چې دغه پروګرامونه عملي کړي .
دغزني ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست سرپرست  سيد باقر شيرزاد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دکليوالي لارو جوړول او دروغتيايي اوبو درسولو دپروګرامونو عملي کول دغزني ولايت دخلکو ډيرې مهمې غوښتې او اړتياوې دي چې دملي پيوستون  په پروګرامونو کې ترپوښښ لاندې نيولې شوي  او پروژې يې  عملي شوې دي .
شيرزاد زياته کړه چې په غزني ولايت کې دملي پيوستون دپروګرامونو دپيل له وخت څخه تراوسه پورې ددغه ولايت په کليو او بانډو کې په ټولنيزه توګه  دوه زره پروژې عملي شوي دي  چې  سترې اوکوچنۍ پروژې پکې شاملې دي .
ده زياته کړه چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې په غزني کې دملي پيوستون دپروژو دويم پړاوهم په کار پيل وکړي .
په همدې حال کې شيرزاد زياته کړه چې دغزني ولايت په يوشمير  ولسواليو کې دملي پيوستون  پروژې نه دي عملي شوي .
  ده زياته کړه چې دغزني ولايت په پنځو ولسواليو کې چې اجرستان ، ناوه ، خوږياڼي او زنه خان پکې شامليږي دملي پيوستون پروژې نه دي عملي شوي چې دليل يې دوګړنيو شوراګانو نه جوړيدل دي .
شيرزاد وويل څرنګه چې دغه پروژې په خپله دخلکو له خوا پلې کيږي په دغو ولسواليو کې له بده مرغه خلک  په خپلو کليو کې ددغو پروژو دپلي کولو لپاره تيارى نه لري .
دغزني ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست سرپرست دملي پيوستون دپروژو داغيزمنتوب په باب وايي  څرنګه چې  دملي پيوستون پروژې په خپله دخلکو له خوا دلومړيتوب له مخې انتخابې  شوې دي او دخلکو له خوا عملي کيږي له دې امله ددغو پروژو اغيزمنتوب  له هغو  نورو پروژو  څخه زيات چې تراوسه پورې په هېواد کې عملي شوي دي زيات ارزښت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته