امنیت

اته طالبان په تخار کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ٢٠ مه/ باختر 
اته وسله وال طالبان پرون په تخار کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال طالبان په هغه هوايي بريد چې د تخار د درقد ولسوالۍ په قره تپه سيمه          کې د دوى د سوق او ادارې د راټوليدو پرځاى ترسره شو، ووژل شول.
جمال زياته کړه: په بريد کې ٥ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى يو پټنځاى  له څو وسلو او مهماتو سره له منځه يوړل شو.
پاى ذ    

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته