کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
درې تنه په ننګرهار ولايت کې دنشه يي توکو د پلورنې او قاچاقو په تور ونيول شول .
دغه کسان پرون ناوخته د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې دامنيتي ځواکونو په بريدونوکې ونيول شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې د نيول شويو کسانوڅخه اووه نيم کيلوګرامه اپين او نور ډول ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي .
خوږياڼى وايي: دغه کسان دنشه يي توکو په پلورنې او قاچاقو بوخت وو چې ونيول شول .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ