کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :
د کابل ښار د جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو، خطيبانو او واعظانو قصدي وژنه او ځانمرګي بريدونه د اسلام د مبين دين له نظره مردود وبلل او عاملانو ته يې د سخت الهي عذاب خبردارى ورکړ.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د کابل ښار د جامع جوماتونو او تکيه خانو ملا امامانو، خطيبانو او واعظانو نن د جمعې د لمانځه له ادا کولو مخکې په خپلو ديني موعظو او خطبوکې په کابل ښارکې د تيرې چهارشنبې د ورځې تروريستي پيښې ته اشاره وکړه او ويې ويل چې لوى خداى (ج) خپلو بنده ګانو ته د سولې او خير امر کړى دى او ټينګار يې کړى دى چې د لوى خداى (ج) بنده ګان دې د خپلو ستونزو په حل کولوکې د عالمانو شورا ګانو او الهي لارښوونو ته چې په قرآن عظيم الشان کې مشخصې شوې دي، مراجعه وکړي. د مسلمانانو قصدي وژنه، د عامه تاسيساتو ويجاړول او د کروندو ړنګول هغه عملونه دي چې داسلام په مبين دين کې مردود بلل شوي دي او عاملانو ته يې د عادل خداى د سختې محاسبې او د دايمي مجازاتو خبردارى ورکړ شوى دى .
دوى وويل: وسله والو مخالفينو ته لازمه ده چې خپلې ستونزې دې د خبرو او د شوراګانو د جوړولو له لارې چې ديني عالمان او مخور شحصيتونه پکې شامل دي، حل کړي. له دولت سره تفاهم او خبرې د روانو ستونزو د حل کولو لپاره يوازينۍ ديني او افغاني لاره ده .
دوى ټينګار وکړ: هغه کسان چې دلوى خداى (ج) له اوامرو څخه سرغړونه کوي، په حقيقت کې له خداى (ج) او د اسلام له مبين دين سره دښمني کوي چې په نتيجه کې يې له الهي عذاب پرته بل څه نه شي ترلاسه کولى.
ديني عالمانو دغه راز وويل چې اوس د زور زياتي او د دښمنۍ وخت نه دى، ټول بايد د ديني لارښوونو پيروي او د الهي حکمونو متابعت وکړي چې هېواد له اوسني حالت څخه وژغورل شي .
0 1 دقیقه لوستل