سیاست

د يو شمېر ولايتونو تدريسي مرستيالانو له انجنیر محمد خان سره وکتل

کابل باختر د زمري نولسمه :
د ولایتونو د پوهنې ګن شمېر تدریسي مرستيالانو د جمهور رييس د هغه حکم په اړه خپلې اندیښنې په ډاګه کړې کوم چې له مخې به يې وروسته له دې د تدریسي معاونیت لپاره ښځینه مرستيالانې د نارینه و په ځای ټاکل کېږي.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغو تدریسي مرستيالانو چې د ننګرهار، کونړ، پکتیا، پکتیکا، هلمند، نیمروز، فراه، پینجشیر، کابل او له یوشمېر نورو ولایتونوڅخه راغلي وو، د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجنیر محمد خان سره يې د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼې کې وکتل او د پوهنې وزارت اړوند ېې خپلې ستونزې ورسره مطرح کړې.
دوی په اوسنیو شرایطو کې د ښځو لپاره دغه معاونیتونه ستونزمن وبلل او هیله ېې وکړه چې که چيرې جمهور رييس په دغه حکم له سره کتنه ونه کړي، نو د پوهنې سیسټم به په ټولو ولایتونو کې ټکنۍ شي.
لومړي مرستيال د دوی خبرې په غور واوریدې او ډاډ یې ورکړ چې په دې اړه به له جمهور رييس او نورو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي، تر څو یادې ستونزې ته یوه بنسټیزه حل لاره ولټوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته