کابل باختر د لړم اوولسمه :
دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ دلومړي محکمې دودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو .
دلوګر والي محمد حليم فدايي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ د درې مليونه دوه سوه زره افغانۍ په لګښت ددولت له بودجې څخه دشپږ بسوې ځمکې په مساحت په يوه پوړ کې په لسو مياشتو کې جوړيږي .
ختم_ عطاالله – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ