امنیت

په بغلان کې د دوو کورنيوپه جګړه کې څلور تنه ووژل شول

کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
د بغلان ولايت  سيمه ييزو مسوولينو د دغه ولايت  په تاله اوبرفک ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ  د جګړې خبرورکړ چې له دواړو لورو څلور تنه ووژل شول.
د تاله اوبرفک ولسوال عبدالاحد برفکي باختراژانس ته وويل: ددغې نښتې علت روښانه نه دى او د دغو کورنيو غړو ولسوالۍ ته شکايت هم نه دي کړي .
هغه وويل:  د پوليسو تحقيقات پيل شوي دي.
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته