کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
په فارياب ولايت کې تيره شپه د ګازو د ډبې دچاودنې له امله ديوې کورنۍ دوه تنه غړي ووژل شول.
دپښتون کوټ ولسوال عبدالقدير قادري باختر آژانس ته وويل :
ددغې ولسوالۍ د ګټه قلعه دسيمې د رييس قول دکلي په يو کور کې د ګازو د ډبې دچاودنې د او اورلګيدنې له امله يوه ښځه او يو ماشوم ووژل شول او ددغې کورنۍ اته تنه نور غړي ټپيان شول .
د فارياب د ولايتي روغتون موظف ډاکتر فياض امين وويل چې ددغې پيښې
د ټپيانو روغتيايي حالت هم خراب دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ