د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی نن د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه چین ته روان شو.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې:
د هېواد جمهور رئیس به په خپل سفر کې د شانګهای سازمان د دولسمې سرمشریزې غونډې په څنډه کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران له جمهورو رئیسانو سره وګوري، له دوی سره به د اړیکو پر پراختیا او په سیمه کې د سولې او ثبات په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه راز په پام کې ده چې جمهور رئیس به د شانګهای سازمان له سرمشریزې مخکې د چین د بهرنیو چارو په پوهنتون کې ددغه پوهنتون محصلینو او استادانو ته وینا وکړي.
همدا راز حامد کرزی به د چین له جمهورئیس سره د افغانستان او چین تر منځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو ګډه اعلامیه او ددغه هېواد د هوبي ایالت او افغانستان تر منځ د زراعتي همکاریو موافقتنامه لاسلیک کړي.
د هېواد له جمهور رئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د کانونو وزیر وحیدالله شهراني، د کرنې او مالدارۍ وزیر محمد آصف رحیمي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خُرم او د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضی ملتیا کوي.