سیاست

جمهوررئیس د مدنې ټولنې استازو ته: زموږ سیاسي فرهنګ باید د وطندوستۍ او خدمت په فرهنګ بدل شي

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام په ارګ کې د مدني ټولنې د بنسټونو له غړو سره په کتنه کې د روان سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د هغوی اندېښنې، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې رازمحمد دلیلي، آمنې مایار، سیداکرام افضلي او عبدالله احمدي د نورو په استازیتوب په خبرو کې د تورې چهارشنبې او له هغې راوروسته پر تروریستي پېښو خواشیني څرګنده کړه او له جمهوررئیس څخه یې مننه وکړه چې دوی ته یې د مشورو او نظرونو د شریکولو فرصت ورکړ.
رازمحمد دلیلي مدني ټولنه د خلکو او دولت ترمنځ د ارتباط پل یاد کړ او د دولت او خلکو ترمنځ یې د اوسنۍ فاصلې په کمولو کې د مدني ټولنې رول مهم وباله او زیاته یې کړه، د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د مدني ټولنې اکثریت غړو ځکه ستا پلوي کړې ده، چې تاسو د نوي فکر په لرلو سره غواړی په افغانستان کې د حکومت سنتي بڼه بدله او د معاصرو معیارونو په اساس د مډرنې دولتدارۍ اساسات کېږدی.
هغه وویل، اوس د مصلحت وخت نه دی د عملي اقدام وخت دی، باید د روانې انارشۍ، زورواکۍ، فساد او قومي تعصباتو د ختمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړئ چې له دې سره به پر حکومت د خلکو باور زیات شي.
دلیلي زیاته کړه، مدني ټولنې هڅه وکړه چې په معترضینو فشار راوړي تر څو خپلې خیمې لرې کړي، خو اوس د حکومت دنده ده چې په کابل ښار کې هغه سړکونه او کوڅې د خلکو پر مخ پرانیزي چې زورواکو بندې کړي دي.
آمنې مایار په بېلابېلو برخو کې د ښځو مدیریتي وړتیا او رول مهم وباله او ښځینه قشر ته یې د دولت پاملرنه وغوښته، هغې په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، خلک نور له جنګ او بحراني وضعیت څخه ستړي دي ځکه د روان کړکیچ اصلي قربانیان ښځې او ماشومان دي، ښځې نور نه غواړي زامن او لوڼې يې ووژل شي. هغې زیاته کړه، موږ باید نړيوالو ته څرګند پيغام ورکړو چې هیڅوک مو د قوم، ژبې او سمت په نامه نشي سره بېلولی. هغې د جنایت کارو او صادقو خلکو ترمنځ په بېلوالي ټینګار وکړ.
ورپسې سید اکرام افضلي د کابل ښار ستونزه د ټول افغانستان ستونزه وبلله چې په وینا یې  د دغو ستونزو جرړه د بن کنفرانس ته ورګرځي او د خلکو نارضایتي له هماغه ځایه پيل شوه چې د خلکو غوښتنو ته په کې پام ونشو. هغه زیاته کړه، د خلکو د نارضایتۍ یو علت دا دی چې توقعات یې زیات شوي او بل یې غږ نه دی اوریدل شوی او نه یې چا سم استازیتوب کړی دی.
هغه د تدارکاتو په کمېسیون کې شفافیت وستایه او وړاندیز یې وکړ چې د حکومت په اجراتو د نظارت لپاره دې مدني ټولنې ته رول ورکړ شي او د مدني ټولنې له استازو څخه دې یو داسې کمېسیون جوړ شي چې د حکومت چارې وڅارې او بیا خلکو ته واقعي معلومات ورکړي چې ولس د درواغو او اوازو ښکار نشي.
هغه د مدني ټولنې د بنسټونو مالي ستونزو ته اشاره وکړه چې لا یې هم زیاتو کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي وویل، موږ د فعالي مدني ټولنې پرته ولسواک نظام نشو لرلی نو دولت ته په کار ده چې د مشخصو میکانیزمونو له لارې د مدني ټولنې بنسټونه پياوړي کړي.
  عبدالله احمدي په خپلو خبرو کې وزګارتيا، اداري فساد، زورګويي او د قانون نه تطبیق په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مهم لاملونه وبلل. او دغو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه یې بیکارۍ، د کلیو د خلکو ژوند او د قانون تطبیق ته پاملرنه وغوښته.
احمدي زیاته کړه، د حکومت او خلکو ترمنځ د باور حس د پيداکولو لپاره په کار ده چې حکومت د تورې چهارشنبې او دې ته ورته نورو تروریستي پېښو په اړه خلکو ته له جزئیاتو سره دقیق معلومات ورکړي. هغه زیاته کړه هغه چا چې په مظاهره کوونکو ډزې کړي دي همدا راز که چېرې مظاهره کوونکو هم وسلې درلودې باید دواړه په نښه او مجازات شي. 
احمدي په نظام کې د هر ډول بدلونونو یوازینی چلند ډموکراټیکه او قانوني لار وبلله او د آزادو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره یې د زمینې په برابرولو ټینګار وکړ.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له ویناوالو څخه مننه وکړه چې په زغرده او په ډاګه یې ټولې اندېښنې ورسره مطرح کړې او زیاته یې کړه، موږ څلويښت کاله د درد او رنځ په منځ کې قرار لرو، د دې په ځای چې دا بحران ختم شي له دوامداره بحران سره مخامخ کېږو، که موږ دا څلويښت کلن درد او غم درک نه کړو، دا وضعیت نشو درک کولی.
جمهوررئیس وویل، کله چې د کابل پوهنتون رئیس وم، د ټولو استادانو او محصلانو غوښتنه وه چې کابل پوهنتون دېوال نه لري. ما د پوهنتون دېوال په لومړیو څلورو میاشتو کې جوړ کړ. خلکو زما دا کار مسخره کړ ویل یې له پوهنتونه یې ګوانتانامو جوړه کړه. زما ډېر کارونه شاید مسخره شي. خو زه باوري یم، یو وخت به دعا را ته کوئ.
جمهوررئیس زیاته کړه، دلته یو ملي بحث او د یو بل خبرو ته د غوږ نیولو فرهنګ ته سخته اړتیا ده، زموږ په ټولنه کې په دې هدف خبرو ته غوږ اېښودل کېږي چې د مقابل طرف خبره څنګه بیا رد کړي.
هغه وویل، په تېرو لسو ورځو کې مې له ۳۰۰۰ هېوادوالو سره وکتل او دا ملي بحث به سراسري کېږي او د ټولنې له ټولو قشرونو سره به وینم او  ډېر ژر به په یوې دوه یا څلور زره کسیزه غونډه کې د کابل او ټول هېواد لپاره امنیتي پلان اعلام کړم او د همدغه بحث په نتیجه کې د راغلې ملي اجماع په ملاتړ به یې عملي کوو.
جمهوررئیس غني وویل، ماته د افغانستان درې قشرونو رایه راکړې ده، زه دلته د ښځو، ځوانانو او بېوزلو په رایو راغلی یم او هیچا سره شخصي مناسبات نه لرم، د افغانستان دښمنان یو قوي دولت نه غواړي، د افغانستان قوي ټولنې لپاره قوي دولت په کار دی او ژمنه کوم چې د کابل ښار ټول بند سرکونه به خلاصوم، خو تاسې به راسره دریږئ.
جمهوررئیس په ټولنه کې د یو اقتصادي بحث په رامنځته کولو ټینګار وکړ وې ویل، کله چې جمهوررئیس شوم تاسې داسې تصور کولای شوای که د تورخم لار بنده شي کابل کې دې خلک ډوډۍ پیدا کړای شي؟ ما دوه کاله منځنۍ اسیا سره د اړیکو په ټينګښت کار وکړ، کله چې د تورخم دروازه تر میاشت ډېره بنده وه، په موږ یې یو فیصد اغېزه هم ونکړه. دا زموږ د اقتصادي خپلواکۍ او ښېرازۍ ثبوت دی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د منځنۍ اسیا د هېوادونو ټولو مشرانو راته وویل، زموږ پرمختګ د افغانستان پورې تړلی او ټول جنوبي اسیا خواته روان یوو. جمهوررئیس  ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان راتلونکی روښانه دی او له خیالي او بې بنسټه اقتصاده د بنسټي اقتصاد خوا ته روان یوو او په همدغه بدو شرایطو کې مو اقتصادي وده درې اعشاریه شپږ فیصده اټکل شوې ده.
هغه زیاته کړه، دوه کاله مخکې د نظام د پايښت سوال مطرح و. ټولو د سقوط نارې وهلې. ایا چا دا ویل چې ملي ځواکونه به هېواد وساتي؟ د ګردي میزونو خبرې مو در په یاد کړئ. نړۍ له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې وه. ایا چا دا اټکل کولی شو چې موږ به  له وارسا او بروکسل کنفرانسونو ۱۵ ملیارده ډالر راوړو؟ دښمن دا نشي زغملی.
جمهوررئیس غنی د امنیتي، سیاسي او اقتصادي انتقال تر څنګ فرهنګي انتقال ته هم ګوته ونیوه وې ویل، په دوه کاله کې مې اداره شپږ کاله ځوانه کړه او ډېر ځوانان مې و ګومارل، ماته داسې اداره په میراث پاتې وه چې د خدمت فرهنګ پکې نه و. د زور، امتیاز او فساد فرهنګ حاکم دی. باید دا سیاسي فرهنګ بدل شي او دا ټول به د خدمت او وطندوستۍ په فرهنګ بدلوم.
جمهوررئیس دا خبره په کلکه رده کړه چې ګنې په حکومت کې یې یو قوم حاکم دی، وې ویل، راځئ له سفارتونو نیولې، تر کونسلګریو، وزارتونو او خپلواکو ارګانونو پورې حساب وکړئ چې څوک په واک کې دي. انډول باید مراعت شي. او د هیچا حق باید تلف نشي.
‎جمهوررئیس ټینګار وکړ چې ملي یووالی مو تر برید لاندې دی، ملي یووالی و ساتئ او خلک مه ناامیده کوئ. ځکه دا د افغانستان جګړه نه ده، بلکې پر افغانستان جګړه ده. نړيوالې تروریستي شبکې او د جرمي اقتصاد لسګونه شبکې غواړي افغانستان قبضه کړي او بیا له دې ځایه خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي.
جمهوررئیس غني وویل، موږ عالي شوراګانې جوړې کړي دي، هلته مسوولان آزاد نظر څرګندوي او ډله ييز تصمیم نیول کېږي، ما ژمنه کړې وه چې جمهوري ریاست کې باید بنسټونه رامنځته شي او تصمیم باید شخصي، سمتي او قومي نه وي بلکې بنسټونه باید تصمیم ونیسي، زه یوازې د دغو شوراګانو بحثونه جمع بندي کوم او هر چاته د خبرو حق ورکړ شوی دی او مدني ټولنه دې خپل استازي معرفي کړي چې په دغو شوراګانو کې برخه واخلي او هر څه له نږدې وڅاري.
جمهوررئیس په ټولو برخو کې په انډولز انکشاف ټینګار وکړ، وې ویل، د کابل جنوب ولسوالۍ د پکتیکا ولایت له ولسوالیو څخه هم محرومې دي، دغه شان کابل کې داسې ناحیې شته چې پاخه سړکونه نه لري، تاسې باید په ملي مسائلو کې خپل رول واضح کړئ او زیاته یې کړه، مدني ټولنه باید د ټولنې له منځه راوتلي وي، په بهرنیو مرستو متکي نه وي او رضاکاره کار وکړي او حکومت چې د قانون د حاکمیت او زرواکو په وړاندې کوم ګامونه پورته کوي باید د خپل دولت ترشا ودریږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته