(PS)خبرونه(PS)ورزش

ټایلنډ؛ افغان فوټسال ملي لوبډله له چک جمهوریت سره سیالي ترسره کوي

کابل، د زمري ۱۶مه، باختر

افغان فوټسال ملي لوبډله نن د کابل پر وخت دوه نیمې بجې د کانټیننتال ( بین قاره یي ) سیالیو په لړ کې، خپله لومړۍ لوبه له چک  جمهوریت سره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د فوټسال ملي لوبډلې سر روزونکي مجید مرتضايي په خبري ناسته کې ویلي وو: خوښ یوو، چې په دې لوبو کې لوبېږو، زموږ هدف د ۲۰۲۴ م کال نړیوال جام ته د لوبډلې چمتو کول دي.

د نوموړي په وینا دا لوبډله تر ۲۰ کلنو د کم عمره لوبډلې او ملي لوبډلې یو ګډ ترکیب دی، هغه همدا راز زیاته کړه، چې په دې لوبو کې یې موخه لوبډله نیمه پایلوبې ته رسول دي.

د کانټیننتال فوټسال سیالۍ د ټایلنډ هېواد په کوربتوب د یاد هېواد په بانکوک ښار کې ترسره کېږي، چې د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې له ۷ـ ۱۳ مې نېټې پورې دوام کوي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا