نړۍ

دروسيې جمهوري رياست په انتخاباتو کې دپوتين برياليتوب

مسکودايرناانترنتي سايت  دکب دمياشتې ١٥ :

دروسيې دجمهوري رياست دپرونيو انتخاباتو درايو  اکثريت په شميرنې سره ددغه هيواد اوسني صدراعظم او ددغو انتخاباتو يو کانديد ولاديمير پوتين په سلو کې څه دپاسه څلور شپيته رايې ترلاسه کړي دي او په غوڅه توګه بريالي شوي دي.

دباختر اژانس دخبرله مخې دروسيې دانتخاباتو مرکزي کميسيون نن سهار اعلام وکړ چې بل کانديد دروسيې دکمونست ګوند مشر ګينادي زوګانف  په سلو کې څه دپاسه اوولس رايې ګټلي دي.

ددغه خبرله مخې روسيې پاتنګوال ميخائيل پروخروف هم تراوسه پوري په سلو کې دشپږاعشاريه نهه نوى رايو په ترلاسه کولو له پوتين او زوګانف څخه وروسته په دريم مقام کې دي .

دلبرال دموکرات ګوند مشرولاديمير ژرينفسکي په سلو کې شپږاعشاريه اووه ديرش او دروسيه عادل ګوند مشر سرګي ميرونف هم په سلو کې درې اعشاريه څلور رايې ګټلي دي .

دروسيې دجمهوري رياست دانتخاباتو وروستۍ نتيجه به په راتلوونکو درې  ورځو پوري اعلام شي .

دروسيې دانتخاباتو دمرکزي کميسيون دخبرله مخې درايو ورکولو په شرايطو برابر په سلو کې اته پنځوس اعشاريه درې کسانو چې څه دپاسه يوسلو نهو مليونو تنه کېږي دروسيې دجمهوري رياست په شپږمه دوره انتخاباتو کې گډون کړي دي.

دروسيې دانتخاباتو دمرکزي کميسيون دانتخاباتو داروپا دشورا له پارلماني ټولنې داروپا دامنيت او همکاري له سازمان ، دهمسود ټولنې  له پارلماني مرکز اوله څو نړيوالو سازمانونو څخه نږدي اووه سوه تنو څارونکو ته دجمهوري رياست دانتخاباتو  دشپږمې دوري دترسره کولو لپاره بلنه  ورکړ  شوې ده

په دغو انتخاباتو کې له روسيې څخه په بهرکې ميشتو روسانو هم رايې ورکړي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته