ورزش

جمهوررئیس غني د افغان روباتیک ټیم له برنامو هرکلی وکړ

کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې ۹ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغان روباتیک ټیم له دوو غړو سره وکتل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغان روباتیک ټيم غړو په استازیتوب رویان محبوب او فاطمې قادریان د ساینس او روبوټ جوړولو د ښوونځي د تاسیس په اړه خپله طرحه جمهوررئیس ته وړاندې کړه او له جمهوررئیس څخه یې د یاد ښوونځې د جوړولو په برخه کې همکاري وغوښته.
هغوی په بین المللي کچه په کاناډا، مکسیکو او یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د خپلو سیالیو په اړه معلومات ورکړل ويې ویل، په دې سیالیوکې د افغان روباتیک ټیم ښه مقام ترلاسه کړی دی.
جمهوررئیس غني له یادې طرحې څخه د هرکلي ترڅنګ وویل، دغه ښوونځی دې له مخکې جوړو ودانیزو توکو څخه جوړ شي، دغه راز یې د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالوحید قتالي، د مسلکي او تخنیکي تعلیماتو ادارې رئیسې ندیمې سحر او د مرکزي احصائیې رئیس جاوید رسولي ته لارښوونه وکړه چې د یاد ښوونځي د جوړولو په خاطر دې د ځمکې او اړتیا وړ ټکنالوژۍ د چمتو والي په برخه کې همکاري وکړي.
جمهوررئیس د افغان روباتیک ټيم له برنامو هرکلی وکړ ويې ویل: په نورو ولایتونو کې د داسې ښوونځیو د ایجاد مفکوره دې ته په کتو د بېلګې په ډول تعمیم شي.#
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته