سیاست

جمهور رئیس غني د هرات ولایت د خصوصي سکتوراو دملي سوداګروله استازو سره وکتل

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د هرات ولایت د خصوصي سکتور او د ملي سوداګرو له استازو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د هرات ولایت په مقام کې ترسره شول، په پیل کې د سوداګرۍ د خونو رئیس سعد خطیبي، د صنعتګرانو د اتحادیې رئیس حمیدالله خادم او د ښاروالۍ د مشورتي شورا رئیس د نورو په استازیتوب خبرې وکړې. هغوی انکشافي پروګرامونو او لویو اقتصادي پروژو ته د جمهور رئیس د پاملرنې قدرداني وکړه.
د خصوصي سکتور او ملي سوداګرو استازو جمهور رئیس ته د برېښنا د لګښت د بیې د زیاتوالي، د مالیاتو د زیاتوالي، په ګمرکونو کې د څارونکي د ټاکلو، د صنعت د ملاتړ په نوم د اونۍ نومولو، د ګمرکي قوانینو د یو برابر او سراسري تطبیق، د ځمکو د غصب د مخنیوي، د ښاري دروازو د کنټرول او د هرات چشت سرک د جوړولو د کار د بشپړولو او نورو موضوعاتو په هکله خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
هغوی وویل، دې ته اړتیا ده چې په هرات ولایت کې یو معیاري روغتون جوړ شي او خصوصي سکتور په دې برخه کې همکاري ته تیار دی.
د هېواد جمهور رئیس د هغوی د خبرو له اورېدلو وروسته وویل، حکومت له خصوصي سکتور او پانګه والو څخه هر اړخیز ملاتړ کوي او هغوی چې کومې اقتصادي طرحې برابروي، د اقتصادي عالي شورا په ناسته کې به بحث پرې وشي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، د بیمې د ستونزې په هکله به د اقتصاد په عالي شورا کې بحث وشي. هغه زیاته کړه، د هېواد په عمده هوایي ډګرونو پانګونه کېږي، چې د صادراتو ښه زمینه برابره شي.
جمهور رئیس غني د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د زیربنایي ستونزو په هکله وویل، دې ته اړتیا ده چې په دې هکله هر اړخیزه ارزونه وشي تر څو د هغو په اساس تصمیم ونیول شي.
د هېواد جمهور رئیس د اصلاحاتو راوړلو په هکله وویل، په نږدې راتلونکي کې به د استخدام پروسه په تېره بيا په ګمرکونو کې وارزول شي، تر څو مشخصه شي چې څوک په واسطه ګومارل شوي دي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، د هېواد په عمده ښارونو کې د ښاروالۍ د څلورو ادارو لپاره چې زیات عواید یې لرل، ځانګړې بودجه برابرېږي چې هرات ولایت به هم د هغه يوه برخه وي.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو راګرځول د والیانو، امنیه قوماندانانو او د قول اردوګانو د قوماندانونو له عمده دندو څخه دي او په دې برخه کې باید جدي ګامونه واخیستل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته