امنیت

په لوګر ولايت کې په سلګونو کيلوګرام امونيم نايتريت ترلاسه شول

کابل باختر د زمري  څوارلسمه :
پوليسو پرون دلوګر ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې  په ځانګړو عملياتوکې په سلګونوکيلوګرامه امونيم نايتريت سره او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل کشف او ترلاسه کړل.
ويل کيږي چې وسله وال طالبان د امونيم نايتريت سره په واټ کې د ښخولو لپاره د ماينونو او د نوروچاوديدونکو توکو جوړولو لپاره کاروي.
دلوګر ولايت  دمحمد آغې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالوکيل باخترآژانس ته وويل: په دغو توکوکې يو څلويښت بوري امونيم نايتريت، په سلګونو متره ثانيه سوزونکي مزې او د درندو او سپکو وسلو يوه اندازه ګولۍ شته چې دغه توکي دمحمد آغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو  او د دغې ولسوالۍ د شاهي او احمدزايي کليو دسيمه ييزو پوليسو په ځانګړو عملياتوکې کشف او ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته