سیاست

پاکستان، د افغانستان د پرمختيايي پروژو د تمويل او تطبيق ډاډ ورکړ

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون په کابل کې د پاکستان د اسلامي جمهوريت له سفير سيد ابرار حسين سره د خپل کارپه دفترکې وکتل .
  باختر آژانس د ماليې وزارت د مطبوعاتي دفتر له خولې خبر راکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ اقتصادي او تجارتي  کميسيون د يوولسمې  غوڼډې  د پرمختيايي  پروژو دتطبيق  په تېره بيا د رحمان بابا د روغتون، د جناح د ٢٠٠ بستريز روغتون، د نايب امين الله خان لوګري د سل بستريز روغتون، د اوسپنې د پټلۍ، د بريښنا شبکو د پيوستون او د جلال آد_  تورخم  سړک په باب خبرې وکړې.  
د ماليې وزير په بروکسل کنفرانس کې د پاکستان د ګډون او افغانستان ته په راتلوونکوڅلورو کلونوکې د پاکستان د پنځه سوه مليونو امريکايي ډالرو  د ژمنې له امله مننه وکړه.
د پاکستان سفير يوځل بياد پرمختيايي پروژو د تمويل او تطبيق په برخه کې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته