کابل باختر د کب څوارلسمه :
دننګرهار ولايت بازارونو ته دتيرتاريخ پاکستاني غوښې دليږدونې مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو پرون دچرګانو يوه زياته اندازه تيرتاريخ غوښه چې په قاچاق ډول له پاکستان څخه دننګرهار ولايت ته راوړل شوي و ، دديورنډ کرښې ته څيرمه دمومند درې ولسوالۍ په يو کلي کې کشف او ضبط کړل .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپانې په خپرولو سره وايي چې په زرګونو کيلوګرامه خوسا شوې غوښه ترلاسه شوې ده .
خبرپاڼه زياتوې چې دغه خوسا شوې غوښه وسوځول شوه .
داپه داسې حال کې ده چې دهېواد دعامې روغتيا وزارت دبې کيفته اوتيرتاريخ خوراکي توکو دواردولو په نسبت چې روغتيا ته زيان رسوي خبر دارى ورکړى دى .
ختم_ ج _ اکرم