ټولنه

د پنځوسو میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو رسونې او سړک جوړونې پروژې پیل کیږي.

-جلال اباد باختر د زمري د میاشتې ۱۸ مه
د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کلیودبياجوړولواو پراختیا ریاست له لورې د کلیوالي پرمختیایي شوراګانو له لارې د دولس عشاریه درې کیلو متره په اوږدوالي پر سړک د کريړ اچولو چارې پیل کیږي.
د کلیودبياجوړولواو پراختیا رېیس مجیب الرحمن ضیا‌ء باختر اژانس ته وويل   چې دغه سړک به د اووه دیرشو میلیونو څلور سوه شپږ اتیا زرو افغانیو په لګښت د قرارداد له مخې د لسو کلیوالي شوراګانو په همکارۍ جوړ شي .
هغه زیاته کړه،دغه سړک به په دريو میاشتو کې جوړ شي او کلیوالي شوراګانې دنده لري،چې د قرارداد له مخې چارې ترسره کړي .
د یو بل خبر له مخې له کلیوالي پرمختیایي شوراګانو سره د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت په دوربابا او روداتو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د پنځو شبکو قراردادونه لاسلیک شول،چې د کلیودبياجوړولواو پراختیا وزیر له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي او په بشپړیدو سره به ۱۴ زره کورنۍ ترې ګټه واخلي .پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته