نړۍ

پاکستان هلې ځلې کوي چې ځان له نړيوالو فشارونو څخه وژغوري .

کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
دپاکستان ددفاع وزير په خپلو نويو څرګندونو کې ويلي دي اسلام اباد نه شي کولاي  چې دافغانستان په خاطر  ددغه هېواد په خاوره کې  جګړه پيل کړي او دغه مسئله چې ګڼې دپاکستان په خاوره کې  د ډار اچوونکو ډلو خوندي مرکزونه شتون نه لري له حقيقت څخه لرې ده .
داپه داسې حال کې ده چې دپاکستان ددفاع وزير څه موده مخکې په خپلو څرګندونو کې اعلام وکړ چې هېواد يې په افغانستان کې دسولې اوثبات دتامينولو لپاره له دغه هېواد سره همکاري ته چمتو دى .
دباختراژانس خبريال ليکي: دپاکستان ددفاع وزير خرم دستګير په خپلو  دغو څرګندونو کې ټينګار کړى دى  موږ په دانګ پيلي ډول امريکاته ويلي دي چې بايد دپاکستان په خاوره کې له تروريزم سره مبارزه ونه کړي بلکې دافغانستان په خاوره کې له تروريزم سره دمبارزې لپاره دې هڅه او هاند وکړي ځکه اسلام اباد ددغه هېواد په خاوره کې ټول تروريستان له منځه وړي دي .
ده زياته کړې ده چې دافغانستان زياته برخه خاوره ددغه هېواد ددولت په واک کې نه ده په نتيجه کې دکابل دولت دې هم ددغه هېواد په خاوره کې له تروريزم سره په مبارزې  تمرکز وکړي .
ده دغه راز زياته کړې ده چې موږ په افغانستان کې دسولې او امنيت ټينګښت غواړو او که چيرې دافغانستان مقامات د پاکستان په خاوره کې دخوندي تروريستي مرکزونو په باره کې معلومات لري له موږ سره دې دهغو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي .
دپاکستان ددفاع دوزير نوي څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې له يوې خوا ادعاکوي چې موږ دافغانستان په خاطر نه شو کولاى په پاکستان کې جګړه پيل کړو اوله چاسره په نښته کې ښکيل شو ځکه په دغه هېواد کې تروريستي سازمانونه ځپل  شوي دي او له بلې خوا دافغانستان له دولت څخه غواړي چې ددغه هېواد په خاوره کې دډار اچوونکو دخوندي مرکزونو په باب دمعلوماتو په وړاندې کولو سره په افغانستان کې دثبات او امنيت لپاره اقدام وکړي يعنې هغه څرګندونې چې په بشپړه توګه په تناقض  کې دي .
په داسې حال کې چې مخکې  له دې هم اسلام اباد دافغانستان په خاوره کې ددولت دوسله والو مخالفانو  په مرکزونو دبريد لپاره ددغه هېواددغوښتنې په غبرګون کې ويلي و پاکستان اجازه نه ورکوي چې دافغانستان جګړه دغه هېواد ته سرايت وکړي مخکې له دې هم دپاکستان داردو وياند اعلام کړى و چې دوى له افغانستان سره دډيورنډ په کرښه کې سرحدي ديوال جوړوي  او له دې زيات له  تروريزم سره دمبارزې لپاره کوم کار نه شي ترسره کولاى .
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت څه موده مخکې دحقاني دشبکو او دوسله والو طالبانو ددوه ديرشو روزنيزو مرکزونو نوملړ پاکستان ته ورکړى و .
په دې باب دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ليکل  شوي و چې دحقاني دشبکې او دوسله والو طالبانو دوه ديرش روزنيز مرکزونه دپاکستان  په خاوره کې فعاليت کوي چې له دغه ځاى څخه په افغانستان تروريستي پروګرامونه طرحه کيږي او له دغه هېواد  څخه غوښتل شوي دي چې ددغو مرکزونو پرخلاف دې جدي اقدامات ترسره کړي .
په داسې حال کې چې دافغانستان حکومت په وار وار ويلي دي  چې همدااوس شل بيلابيلې  کورنۍ اوبهرنۍ  تروريستي ډلې په هېواد کې فعاليت کوي چې ددغو ټولو تروريستي ډلو دفعاليت زمينه وسله والو طالبانو له پاکستاني طالبانو او دپاکستان داستخباراتي سازمان په ګډون دسيمې داستخباراتي  سازمانونوپه  همکاري  برابره کړې ده .
دافغانستان په چارو کې دپاکستان لاسوهنه نه يواځې ددغه هېواد ددولت له خوا دنيوکې وړ ګرځيدلې ده بلکې همدا اوس دنړيوالې ټولنې په تيره بيا دامريکاله خوا ، اسلام اباد په افغانستان  او سيمه کې د ډار اچوونکو ډلو دملاتړي په توګه معرفي شوى دى .
پاکستان دافغانستان او داسيا دجنوب دهېوادونو په اړوند دامريکا دنوې ستراتيژي له اعلام وروسته  سخت تر فشار لاندې  نيول شوى دى او هلې ځلې کوي چې په دغه شان بې بنسټو څرګندونو سره ځان له نړيوالو فشارونو څخه وژغوري  په داسې حال کې داسلام اباد دوه ګوني  سياستونه نړيوالو ته پربنډ شوي دي .
ختم_عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته