امنیت

شپږ داعشيان د هېواد په ختيځ کې ونيول شول

کابل/د لیندۍ ۲ مه/ باختر
د داعش ډلې ٦غړي د هېواد په ختيځ کې ونيول شول.
دغه داعشيان تېره شپه د کونړ او ننګرهار ولايتونو په ځينو سيموکې د پوځيانو د بريد په بهيرکې ونيول شول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د داعش ډلې  ٦ غري چې دوه تنه يې پاکستاني دي؛ په کونړ او ننګرهارکې نيول شوي دي. له دغو ډار اچوونکو څخه څو جنګي وسايل او او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې په داعش ډله کې د خپل غړيتوب او د هېواد په ختيځ کې په لسګونو ډار اچوونکو بريدونوکې پر لاس لرلو اعتراف کړى دى.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته