فرهنګ

د هوايي ډزو او د پټاقيو او د پلاستيکي تومانچو د کارولو مخه ونيول شي

کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
د هوايي ډزو او د پټاقيو او د زيانمنو پلاستيکي تومانچو د کارولو د محنيوي په اړوند نن په کابل کې يوه غونډه وشوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات د اختر په ورځوکې د هوايي ډزو د زيانونو او خطرونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې تېرکال د پټاقۍ او د پلاستيکي تومانچو د کارولو له امله ١٦ تنه ماشومان ټپيان شول .
ده د ماشومانو له ټولو مشرانو څخه وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته د پټاقۍ او د زيانمنو پلاستيکي تومانچو له پيرودنې څخه ډډه وکړي او د هغو د زيانونوپه باب دې خپلو ماشومانو ته  معلومات ورکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست څرګنده کړه چې د اخترونو په شپو، د واده د مراسمو او د هېواد د ورزشي ټيمونو د برياليتوب په ورځوکې  د ځينوکسانو له خوا هوايي ډزې کيږي چې دا يو ناسم فرهنګ دى او زموږ د هېوادوالو د ټپي کيدو  او آن د له منځه تللو سبب کيږي .
دغه  راز  په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وويل  چې د اختر په شپو او ورځوکې د هوايي ډزو، د پټاقيو او د زيانمنو پلاستيکي   تومانچو د کارولو د مخنيوي په خاطر پوليسو لازم تدبيرونه نيولي دي.
ده دغه راز له خلکوڅخه وغوښتل چې د هوايي ډزو او د پټاقيو او د پلاستيکي  تومانچو د کارولو په مخنيوي کې له پوليسو سره همکاري وکړي او د اړتيا په صورت کې دې د پوليسو له  ١١٩ او ١٠٠  شمېره سره اړيکې ونيسي.
صديقي  زياته کړه چې په بشپړه توګه د پټاقيو او د پلاستينکي تومانچو د کارولو د مخنيوي په خاطرله بهرڅخه هېواد ته د دغو مالونو د واردولو د مخنيوي قانون ته اړتيا ده چې په دې برخوکې بايد د سوداګرۍ وزارت هم لازم اقدامات وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته